د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له کارول شویو اوبو څخه د ګټې اخیستنې په موخه، په یوولسمه ناحیه کې د زیرمې درې څاګانې وکیندل شوې

22 اسد 1402

10238.jpg (1820 × 1024)

د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو لپاره له کارول شویو اوبو څخه دګټې اخیستنې په نیت، د یوولسمې ناحیې د بېلابېلو ګذرونو د دوو جوماتونو په انګړکې د زیرمې درې څاګانې وکیندل شوې. کیندل شوې څاګانې د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لپاره په فلټر سره سمبال شوې، چې د فاضله او کارول شویو اوبو له تصفیې وروسته، ترلاسه شوې اوبه د ونو او شنو سیمو خړوبولو لپاره کارول کیږي. دغه څاګانې د کابل ښاروالۍ په غوښتنه د ځایي خلکو له خوا د (۱۰) مترو په ژوروالي کېندل شوې او دغه پروګرام د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د اوبو په مصرف کې د سپما په پار، د ښار په نورو برخو کې هم پلی کیږي. دغه طریقه کولی شي ونو او زرغونو سیمو ته د اوبو رسولو سربیره،  د ځمکې لاندې پاکو اوبو دککړتیا مخه هم ونیسي