د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ کې د پېچلو اداري پړاونو د ساده کولو په موخه غونډه ترسره شوه

22 اسد 1402

10242.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ او د چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو څانګې ترمنځ د شوي هوکړه لیک له مخې په کابل ښاروالۍ کې د پیچلو اداري پړاونو د ساده کولو کار پیل شو. کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د پیچلو اداري پړاونو د ساده کولو په موخه له اړوند کمېټې سره غونډه ترسره کړه او د يادې کمېټې کړنې یې مثبتې و ارزولې. نوموړي وویل چې، یادې کمېټې تر دې دمه ۷۶ پروسې پیژندلې دي او دوی ښاریانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د اداري پړاونو ساده او آسانه کولو ته ژمنتیا لري. کابل ښاروال دغه راز ټینګار وکړ چې،اړینه ده د پړاونو د ساده کولو په برخه کې یاده اداره خپلې مرستې له موږ ونه سپموي. په یاده غونډه کې د اداري پړاونو د پېژندلو آمر خواجه زړګي امیري د مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل چې، په کابل ښاروالۍ کې د اداري پړاونو له ساده کولو څخه موخه د وخت له بې ځایه لګښت څخه مخنیوی او ښاریانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول دي. د اداري پړاونو د ساده کولو ریاست د چارو ادارې یوه برخه ده چې، په تېر یوه کال کې یې په بېلابېلو ادارو کې اداري پړاونه اصلاح او آسانه کړي دي. د یادونې وړ ده چې، په کابل ښاروالۍ کې هم له پېژندلو وروسته اداري پړاونه آسانه او ساده کیږي او په دې برخه کې به عملي ګامونه پورته شي