د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د زرغون کمربند په پروژه کې دخړوبولو حشر ترسره شو

22 اسد 1402

10244.jpg (1200 × 675)

 د پنځلسمې ناحیې اړوند د هوايي ډګر په شمالي څنډه د شنه کمربند په پروژه کې د کابل ښاروالۍ د مسوولینو او ددې ناحیې د سلګونو اوسیدونکو په ګډون، د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو حشر ترسره شو. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، په دې حشرکې له ګډون کونکو څخه د مننې په ترڅ کې وویل: د سیمې د اوسیدونکو په مرسته د هوایي ډکر په شمالي څنډه کې د شنه کمربند پروژې د پراختیا لپاره به په منظمه توګه د خړوبولو پروګرامونه تنظیم او پلي شي تر څو یاده سیمه د تفریح کولو لپاره په مناسبه او ښکلې بڼه چمتو شي. نوموړي زیاته کړه چې، د نیالګیو کینولو د موسم پر مهال د زرغون کمربند په دې برخه کې زرګونه نیالګي کېنول شوي، چې څارنې او ساتنې ته یې ته هم پام شوی دی. ورته مهال د پنځلسمې ناحیې رئیس عبدالبصیر اخند زاده وویل چې، په ټولیز کار او پیاوړې روحیې سره کولای شو د ښاریانو په مرسته د یادې ناحیې زرغونو سیمو ته پراختیا ورکړو او په دې برخه کې به له هېڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونکړو. نوموړي ټینګار وکړ چې، د ونو خړوبول دټولو ګډ مسئولیت دی او په همدې موخه به د سیمه ییزو شوراګانو په مرسته د ونو له وچېدو څخه مخنیوی وشي. د یادونې وړ ده چې، په دې حشر کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست لسګونو د اوبو ټانکرونو او کارکوونکو هم برخه اخیسته وه