د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د پراختیا چارې د ټاکل شوي وخت مطابق روانې دي

22 اسد 1402

10249.jpg (1820 × 1024)

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له لوري په دوه کاري شفټونو (شپه او ورځ) کې د ټاکلي وخت او ډیزاین شوې طرحې سره سم روانې دي. دکابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛د دې مهم او حیاتي سړک د جوړولو لومړني اساسي کارونه روان دی، ترڅو د قیر ریزۍ لپاره زمینه مساعده شي.  د خنډونو لرې کول او په ټاکل شویو ځایونو کې د بریښنا د پایوو لګول د دې سړک د پروژې بله مهمه برخه ده. د دغه سړک د جوړولو قراردادي شخص ته سپارښتنه شوې، چې د موټرو د تېرېدو پر مهال د چاپيريال د ککړتیا د مخنیوي او  خوندیتوب په موخه اوبه وشيندي. دخیرخانې کوتل سړک د هېواد په شمال کې د څوارلس ولایتونو ترانزیتي لار او د نښلولو نقطه ده، چې جوړول او ورته پراختیا ورکول یې د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه شمېرل کیږي. په لومړي قدم کې به د سړک کیڼ اړخ ته د سرای شمالی چوک څخه تر د کوتل بازار  پورې د ۳۷۱۰ مترو په اوږدوالي او د ۲۷ مترو په عرض سره د ۳۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پراختیا ورکړل شي. کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې په راتلونکي کې د کابل شمال ته د دغه مهم سړک د دویم اړخ د جوړښت او پراخوالي چارې هم پیل کړي