الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دوه ويشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا رئیسان وستايل شول

22 اسد 1402

10251.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو معین مولوي حبيب الرحمن منصور د ښار د دوه ویشتو ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا رئیسان له له کابل ښاروالۍ سره د دوی د ګډو مکلفيتونو د ترسره کولو له امله خوښي وښوده او ورڅخه یې ستاینه وکړه. د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو معین وويل: په دې وروستيو کې د ګذر وکيلانو د ښاري برنامو او پلانونو په عملي کولو کې مثبت رول لوبولى دى.  هغه هيله څرګنده کړه چې د هرې ناحیې د ګذر وکيلانو شورا به له کابل ښاروالۍ سره نوره همغږي هم رامنځته کړي.د ښاري ستونزو د حل لپاره د مناسبو لارو د ګوته کولو په برخه کې به خپلو همکاریو ته لا هم دوام ورکړي. په ورته وخت کې د هرې ناحیې د ګذر وکیلانو د اصلي او فرعي سړکونو د خرابوالي، د تنظیف او زرغونتیا،د لښتیو د جوړولو، د تفریحي پارکونو د جوړولو او نورو مسایلو په اړه د خپلې ناحيې ستونزې او ننګونې مطرح کړې. مولوي منصور د نظرونو او وړانديزونو له اورېدو وروسته وويل: موږ د خلکو په رغنده نظرونو او د ستونزو په پېژندلو پوره باور لرو او هڅه کوو چې د همدې پر بنسټ خپل پلانونه جوړ او عملي کړو