الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ۱۴۰۲ کال پراختیایي پروژو د پلي کېدو څرنګوالي په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه

23 اسد 1402

10253.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مرستیالانو او یو شمېر مرکزي رئیسانو په ګډون، د ۱۴۰۲ کال د پراختیایي پلان د پروژو د پلي کېدو او له دې پلان څخه بهر د یو شمېر اړینو پروژو د پلي کېدو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د تدارکاتي پړاونو د چټکتیا، د تخنیکي سندونو د تنظیم، د سړک جوړونې د یو شمېر نویو پروژو د کار د پیل او د کابل ښاروالۍ د ځینو ادارو لپاره د تجهیزاتو او آسانتیاوو د تمویل په اړه خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول. د ۱۴۰۲ کال په پراختیایي پلان کې (۵۸) د اصلي او فرعي سړکونو د جوړولو پروژې شاملې دي، تر څو د ښاري خدمتونو په وړاندې کولوکې ښه والی راشي او د ښار په بېلا بېلو برخو کې به آبادۍ ته زمینه نوره هم برابره شي