د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په قوای مرکز سیمه کې د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

23 اسد 1402

10256.jpg (1820 × 1024)

د دویمې ناحیې اړوند په قوای مرکز سیمه کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري، په داسې حال چې د کابل ښاروالۍ یو شمېر رئیسانو، د سیمې مشرانو او ګڼ شمیر اوسېدونکو یې ملتیا کوله د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه. په یادو مراسمو کې ښاغلي سجستاني د اسلام مقدس دین له نظره د جوماتونو جوړولو په اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې، دا جومات د سیمې د دین دوسته اوسیدونکو په غوښتنه او د دویمې ناحیې د رئیس مولوي شبیر احمد صابر په هڅو، د کابل ښاروالۍ د نقشې مطابق  له حج او اوقافو وزارت سره په همغږۍ جوړیږي. نوموړي زیاته کړه چې، جوماتونه نه یوازې د عبادت ځایونه دي، بلکې زموږ د اولادونو د ښوونې او روزنې ځای هم بلل کیږي او تل ترې د یوالي پیغام خپور شوی دی. د دویمې ناحیې رئیس وویل چې، (۴۹۷) متر مربع ځمکه له مخکې د یاد جومات دجوړولو په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري ځانګړې شوې وه. ددغه جومات ودانۍ د محمد حبیب په نامه د یادې ناحیې د یوه اوسېدونکي په مالي ملاتړ په دریو پوړونو او (۳۵۸) متر مربع ځمکه کې د شپږو میاشتو په موده کې جوړیږي. د یاد جومات په هر پوړ کې په یو ځل (۳۰۰) تنه لمونځ کوونکي خپل لمونځ ادا کولای شي