د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د برچي سړک دزیانمنو برخو د بیا رغونې چارې پیل شوې

23 اسد 1402

10257.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د برچي سړک دزیانمنو برخو د بیا رغونې چارې پیل شوې. د سړکونو د بيارغونې آمر انجنير شريف الله قادري وويل: د برچي سړک هغه برخې چې، د وخت په تېرېدو سره زیانمنې شوې دي ؛ له تخنیکي مطالعاتو وروسته، د پرمختللي ماشینرۍ په وسیله په اساسي او معیاري ډول بیا رغول کیږي. هغه سړکونه چې بیارغولو ته اړتیا لري؛ له تخنیکي مطالعاتو وروسته به یو پر بل پسې ورغول شي. ښاغلي قادري زیاته کړه، دا کار له يوې خوا د سړکونو د ویجاړیدو مخه نيسي، او له بلې خوا له عامه تاسيساتو څخه ساتنه او پالنه هم کیږي