د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپاړلسمه ناحیه کې د کوڅو جوړولو دوه پروژې پیل شوې

23 اسد 1402

10261.jpg (1820 × 1024)

د شپاړلسمې ناحيې په یوویشتم او دوه ویشتم ګذرونو د قلعه احمد خان په سيمه کې د کوڅو جوړولو د دوو پروژو چارې، د یادې ناحيې د رئیس مولوي محمد عارف کمالي او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د پروژو دڅارلو آمر انجنير ذبيح الله رحيمي له خوا،په داسې حال کې، چې دسیمې مشرانو او ګڼ شمیر اوسیدونکو هم حضور درلود، دپټۍ په پریکولو سره پیل شوې. په دې مراسمو کې د شپاړلسمې ناحيې رئيس ښاريانو ته د خدمت کولو د ژمنې په ترڅ کې وويل: دغه پروژې د سالم ټولنيز او ښاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره ځانګړې اهميت لري، نو اړینه ده، چې د سیمې اوسیدونکي هم د دغو پروژو په پلي کولو کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.  انجينر ذبيح الله رحيمي بيا وويل: په یوویشتم ګذرکې د لښتي په ګډون، د (١١٤٨) مترو په اوږدوالي او (٣ -۴) مترو په سور سره، د نږدې لس ميليونه افغانیو په لګښت، دکوڅو جوړولو پروژه پلې کیږي. دغه راز په دوه ویشتم ګذرکې د کوڅو جوړونې پروژه، چې په ټولیزه توګه (۱۱۱۶) متره اوږدوالی او (۵) متره سور لري، د سړک غاړې لښتي په ګډون به، د څه باندې (۹) میلیونه افغانیو په لګښت پلي شي. ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې، دغه پروژې به د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر (UNOPS) په مرسته، د (۱۶۵) کاري ورځو په موده کې په ښه کیفیت او اساسي بڼه بشپړې شي. د يادو لو وړ ده چې، ددغو پروژو له لارې دسیمې يو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده