د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل سیند ته د ودانیو د فاضله موادو د غځیدلو نلونو او لښتیو د بندولو لړۍ پیل شوه

25 اسد 1402

10263.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په مشرۍ؛ کابل سیند ته د لوړپوړیزو او نورو ودانیو د فاضلاب د غځیدلو نلونو او لښتیو د بندیدو لړۍ،د شپږمې ناحیې اړوند د پل سوخته او پل سرخ له سیمو څخه پیل شوه. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال وویل: دکابل سیند او په کابل ښارکې دویالو د ککړتیا د مخنیوي په موخه؛ دښار په بېلا بېلو ناحیوکې د څه باندې (۶۰۰) لوړپوړیزو ودانیو، د هستوګنې دکورنو او نورو عمومي ځایونو د فاضلاب سیسټم څرنګوالی، مخکي دکابل ښاروالۍ د چاپیریال ساتنې ریاست له خوا تر څارنې او پلټنې لاندې نیول شوی او د ټولو ودانیو له مالکانو څخه په لیکلي توګه تعهد (ژمنه) اخیستل شوې، چې کابل سیندته د خپلو ودانیو د فاضلاب غځیدلې ټولې لارې بندې کړي او په راتلونکي کې دهيڅ ډول ودانیو مالکان نشي کولای خپلې د فاضلاب لارې کابل سیند او دښار نورو ویالو ته وغځوي. ښاغلي سجستاني زیاته کړه چې، کابل سیند او نورو ویالو ته د فاضلاب ورخوشې کولو له امله، چاپیریالي ستونزې رامنځته شوې او د څښلو پاکې اوبه یې هم ککړې کړې دي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې رئیس مولوي یاسر عمري وویل: کابل سیند ته د فاضلاب خوشي کول، د څارویو ذبح کول، د هر ډول کثافاتو بې ځایه غورځول، دکابل سیند د ځینو برخو غصبول او داسې نور موارد، چې د کابل سیند او نورو کانالونو د ککړتیا لامل کېږي، په ګوته شوي، چې په اړه به یې جدي اقدام وشي. د چاپېریال ساتنې رئیس زیاته کړه، چې د کابل سیند په اوږدوکې دسروې لومړنۍ لړۍ دوه میاشتې وړاندې د کمپنۍ له سیمې څخه پیل شوې وه او  د کابل ښار تر پایه ( څرخي پله)  پورې پای ته رسېدلی ده. د کابل سیند په اوږدوکې د څارنې او پلټنې نوې لړۍ بیا ځلي پیل شوې او سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخ شي