د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپږو ناحیو له سیمه ییزو شوراګانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

25 اسد 1402

10265.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د ښاري کلتور د ودې او د عامه تاسیساتو د ساتنې په موخه، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ د اوولسمې، اتلسمې، نولسمې، شلمې، یو ویشتمې او دوه ویشتمې ناحیو له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال په خپلو خبرو کې له ګذر وکیلانو څخه مننه وکړه چې، تل یې په ټولو ښاري چارو په ځانګړې توګه د غصب شویو سیمو دبېرته راګرځولو، تنظیف او زرغونتیا کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کړې ده او له دوی څخه یې وغوښتل چې، د تل په څېر له یادې ادارې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. ور پسې د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد په خپلو خبرو کې وویل: که چېرته د ښار پر وړاندې ټول ښاریان مسئولانه چلند وکړي، ډېر ژر به په کابل ښار کې د مثبت بدلون او پرمختګ شاهدان و اوسو. په غونډه کې د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا رئیس او یوشمیر دیني عالمانو په خپل وار خبرې وکړې او له کابل ښاروالۍ سره یې د هر راز مرستو ژمنه وکړه. د غونډې په لړ کې د ښاري کلتور د ودې په اړوند یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل