د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ورېښمو لارې نړیوال کلتوري ترانزیتي نندارتون جوړ شو

25 اسد 1402

10269.jpg (1820 × 1024)

د پانګونې د ودې او له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه د حکومت د لوړ پوړو دولتي چارواکو په ګډون د لویې جرګې په خیمه کې د ورېښمو لارې نړیوال کلتوري ترانزیتي نندارتون جوړ شو. په یاد نندارتون کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني وویل چې، کابل ښاروالي د هېواد د اقتصادي ودې په موخه ژمنتیا لري چې، پانګوالو او خصوصي سکټور ته غوره زمینه برابره کړي. نوموړي زیاته کړه چې، کابل ښاروالي هڅه کوي، څو په خپلو ټولو پروژو کې د هېواد له داخلي تولیداتو څخه ګټه پورته کړي. ښاغلي سجستاني وویل چې، خصوصي سکټور ته د زمینې په برابرولو سره کولای شو په ودانیزو او ټولګټو پروژو کې د دوی له غوره تجربو کار واخلو. نوموړي و ويل هغه پانګوالو او متشبیثینو ته چې، له هېواد بهر دي په خطاب کې وویل چې، اوس د دې وخت را رسېدلی څو، خپل هېواد ته را ستانه شي او په خپله خاوره کې پانګونه وکړي. د نوموړي په وینا حکومت به له دوی بشپړ ملاتړ وکړي. په دې نندارتون کې له داخلي او بهرنیو تولیداتو څخه ۳۰۰ غرفې نندارې ته وړاندې شوې دي؛ چې یوه یې د کابل ښاروالۍ اړوند ده او په هغه کې د کابل ښاروالۍ د تېږو د تولید فابریکې تولیدات او یو شمېر اشتهارات چې، د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو څرګندونه کوي، نندارې ته وړاندې شوي دي. د یادونې وړ ده چې یاد نندارتون به درې ورځې دوام ومومي