د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په لسمه ناحیه کې نږدې (۵) جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راوګرځول شوه

26 اسد 1402

10273.jpg (1820 × 1024)

د لسمې ناحيې مسوولينو د دې ناحیې په سراى چقرک سيمه کې نږدې (۵)  جريبه غصب شوې ځمکه بېرته راوګرځوله. د لسمې ناحیې مرستیال قاري عبدالحي شهیدزي وویل چې، یو شمېر فرصت غوښتونکو په تېرو کلونو کې په یاده ځمکه باندې ناقانونه تاسیسات جوړکړي وو، چې تر پېژندلو وروسته دا سیمه له خپلسرو تاسیساتو پاکه او اوس  دکابل ښاروالۍ په واک کې ده. نوموړي زیاته کړه، دا ځمکه  چې د کابل ښاروالۍ ملکیت دی، په غیر پلاني سیمه کې موقعیت لري او په راتلونکې کې به د پراختیایي پلان د پلي کولو په موخه چمتو شي. کابل ښاروالۍ د غصب شویو ځمکو بېرته را ګرځولوته لیوالتیا لري او هیڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې، په بېلابېلو پلمو له دولتي ځمکو او عامه ملکیتونو  څخه ناوړه ګټه پورته کړي.