د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خوشحال خان مېنې د (ج) برخې نښلوونکي سړک، د بایسکیل چلولو او پلو لارو دجوړولو چارې روانې دي

26 اسد 1402

10275.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاریانو ته په ترانسپورټي برخه کې د آسانتیاو رامنځته کولو په موخه، د پنځمې ناحیې اړوند، دخوشحال خان مېنې د (ج) برخې نښلوونکي سړک د بایسکیل چلولو لیکو او  له ډبرو څخه د پلو لارو دجوړولو چارې روانې دي. یادې پلې لارې او د بایسکیل چلولو لیکې د هېواد له کورنیو تولیداتو څخه په ګټه اخیستلو په معیاري او بنسټیزه توګه جوړیږي.  له قلعه وزیر څخه د قرغې- کمپنۍ تر څلوېښت متره سړک پورې ددغه سړک د قیر کولو چارې د(۱۰۸۴) مترو په اوږدوالي او د (۲۰) مترو په سور سره څه موده وړاندې بشپړې شوې دي. اوس مهال یاد سړک د ترافیکو پر مخ پرانیستی دی او د سیمې خلکو ته یې ګڼ شمېر ترانسپورتي، اقتصادي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته کړې دي