الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له غږیزې ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه لوډسپیکرونه راټولیږي

26 اسد 1402

 10277.jpg (1000 × 1000)

کابل ښاروالۍ د ښار په کچه ټولو فعالیت کوونکو لکه: د ایسکریم، معدني اوبو او ترکارۍ پلورونکو، د لاسي توکو فعالیت کوونکو او نوورو اصنافو ته خبر ورکوي چې، له لوډسپیکرونو څخه ګټه پورته نه کړي؛ د سرغړونې لیدلو په صورت کې یې لوډسپیکرونه راټولیږي، چې بیا د شکایت حق نه لري. له غږیزې ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه مخکې د آیسکریم او معدني اوبو له یو شمېر فعالیت کوونکو سره همغږي شوې ده، څو دې کار ته یوه بدیله لاره وټاکي، چې په پایله کې یې یو شمېر اصنافو خپل فعالیتونه اصلاح کړي دي او ګڼ شمېر نورو بیا سرغړونه کړې ده چې د مسئولانو تر پلټنې لاندې به ونیول شي. غږیزه ککړتیا په ښار کې د بې نظمۍ، د ذهن د نا آرامۍ، عصبي ناروغۍ او یو شمېر نورو ستونزو سبب ګرځي، چې کابل ښاروالي به دا موضوع په جدي توګه وڅاري. له خپلې ښاروالۍ سره همکار و اوسئ