د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په يوولسمه ناحيه کې د غصب شويو سيمو را ګرځول جريان لري

29 اسد 1402

10279.jpg (1820 × 1024)

د یولسمې ناحیې مسئولانو په یاده ناحیه کې د زرغونو سیمو د غصب یو شمېر پېښو ته رسیدنه وکړه او د غاصبانو ناقانونه تأسیسات یې ویجاړ کړل. د یوولسمې ناحیې د ښاري پراختیا آمر انجنیر حکمت الله بیدار وویل چې، د یادې ناحیې اوسیدونکو ته له مخکې خبر ورکړل شوی وو، څو له عامه ملکیتونو څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي او د خپلو ناقانونه تاسیساتو د ویجاړولو په اړه دې اقدام وکړي. د نوموړي په وینا دوی ښاري قوانینو او مقرراتو ته درناوی ونه کړ، نو د یادې ناحیې له خوایې ناقانونه تاسیسات ویجاړ شول. هیڅ حکمې او حقیقي شخص حق نه لري چې، له عامه ملکیتونو څخه شخصي ګټه پورته کړي؛ د یادې ناحیې غصب شوې زرغونې سیمې بېرته راګرځول کیږي؛ ښه ده چې ښاریان د خپلو ناقانونه تاسیساتو د پاکولو په اړه اقدام وکړي، له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي