د لومړۍ ناحیې د مسئولانو له لوري د یادې ناحیې اړوند باغ قاضي سړک منځنی ګلدان د ګرځنده پلورونکو او کراچیو له شتون څخه چې، په یاد ګلدان کې یې په خپل سر فعالیت کاوه، پاک شو. د لومړۍ ناحیې رئیس مولوي محمد عالم عاصم وویل چې، په دې ګلدان کې ګرځنده پلورونکي او دلاسي کراچیو فعالیت کوونکي د سړک د بندېدو او د ګلدان ویجاړېدو لامل ګرځیدلي وو، چې اوس پاک او د زرغونتیا لپاره چمتو شو. نوموړي زیاته کړه چې، د یاد ګلدان شاوخواکې د خصوصي سکټور په مرسته کټارې نصب کیږي او د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري به په منظمه او معیاري توګه زرغون او په یاده سیمه کې به ښاري ښکلا او سمسورتیا رامنځته شي
د باغ قاضي سړک منځنی ګلدان له ناوړه ګټې اخیستنې څخه پاک شو
30 اسد 1402