الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په یوولسمه ناحیه کې تنظیفي او د ونو خړوبولو حشر ترسره شو

1 سنبله 1402

10286.jpg (1820 × 1024)

د ښاري پاکۍ او زرغونتیا رامنځته کولو په موخه د مسئولانو او ښاریانو په ګډون د یوولسمې ناحیې اړوند سیمو کې  تنظیفي او د ونو خړوبولو حشر ترسره شو. د یادې ناحیې رئیس حافظ مرجان حیدر دګډون کوونکو د هڅونې او له هغوی څخه د مننې په ترڅ کې وويل، چې د ښار پاکوالي او زرغونتيا ته پاملرنه د ټولو ګډ مسووليت دى. نوموړي له ټولو ښاریانو وغوښتل چې، د یوه پاک او زرغون کابل ښار درلودلو په موخه، د کابل ښاروالۍ له کارکوونکو سره مرسته وکړي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل وویل چې، په ټولیز کار او پیاوړې روحیې سره کولای شو د ښاریانو په مرسته د یادې ناحیې زرغونو سیمو ته پراختیا ورکړو او په دې برخه کې به له هېڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونکړو. پاکوالی او زرغونتیا، هوسا او ښکلی ژوند رامنځته کوي او د ښې راتلونکې بنسټ جوړوي. د حشر ګډونوالو د کابل ښاروالۍ له کارونو او پلانونو څخه ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چې د همکارۍ د روحیې له مخې به د د یوولسمې ناحیې د بېلابېلو سیمو پاکوالي، زرغونتیا او آبادۍ ته زمینه برابره شي