د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دولسمې ناحیې اړوند بازارونو څخه ۳۶۴۵ کیلوګرامه بې کیفیته توکي راټول شول

2 سنبله 1402

10289.jpg (1820 × 1024)

دښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په نیت، د دوولسمې  ناحیې د مسئولانو له لوري، د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنې په پایله کې، ( ۳۶۴۵) کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او روغتیايي توکي، چې د مصرف نیټه یې هم پای ته رسیدلې وه، راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولیږدول شول. په یادو توکو کې، مکروني شیدې، ملايي، مربا، دلوبیا او نخودو کانسرو، چپس، چاکلیت، بسکویټ، شامپو، صابون، څښاک مواد او یو شمېر روغتیايي توکي شامل دي. له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کیږي چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پیرودلو پر مهال د توکو کیفیت او نیټې ته په جدي توګه پام وکړي، او همدا راز  ټولو پلورونکو ته سپارښتنه کیږي، چې د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي