د شپږمې ناحیې اړوند عدلیې وزارت ته مخامخ د افشار سړک د استملاکي کورونو او خنډونو د پاکولو او ویجاړولو چارې روانې دي. د یاد سړک په اوږدو کې (۷۴) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي، چې د استملاک قانون سره سم به یې مالکانو ته حقونه ورکړل شي. د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته په ترافیکي برخه کې آسانتیاوې رامنځته، او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي. ټاکل شوې ده د استملاکي چارو تر بشپړیدو وروسته، دغه سړک د (۲۱۸۶) مترو په اوږدوالي او (۴۵) متره سور سره په بنسټیزه توګه جوړ شي
د عدلیې وزارت ته مخامخ د افشار سړک د خنډونو پاکولو او ویجاړولو چارې روانې دي
2 سنبله 1402