د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بادام باغ - باغ بالا د نښلونکي سړک د جوړولو چارې پيل شوې

2 سنبله 1402

10293.jpg (1820 × 1024)

 د بادام باغ او باغ بالا ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې. دغه سړک چې (۹۰۰) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، په بنسټیزه توګه به جوړ شي. په لومړي ګام کې به د یاد سړک استنادي دیوالونه او لښتي د ډیزاین له مخې جوړ او پاتې استملاکي چارې به یې هم بشپړې شي. د یاد سړک په اوږدو کې (۹۰) ملکیتونه تر استملاک لاندې چې، مالکانو ته به یې د استملاک قانون له مخې حقونه ورکړل شي. دا سړک څلورمه، پنځمه او اوولسمه ناحیه یو له بل سره نښلوي چې، په بشپړېدو سره به یې له یوې خوا په ترافیکي برخه کې ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته او بل خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شي