الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ کې نوې ګمارنې ترسره شوې

2 سنبله 1402

10295.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزرا دمحترم مقام په منظورۍ، ښاغلی مولوي محمد یونس مدثر په لومړي بست کې د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم د نوي رئیس، مولوي علي احمد په دویم بست کې داساسي ودانیو دکنترول د ریاست د مرستیال او مفتي امین الله په دویم بست کې د مالي او اداري چارو دریاست د مرستیال په توګه ټاکل شوي او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس حافظ عبدالقدیر حقاني له لوري په داسې حال کې چې د کابل ښاروالۍ د بېلا بېلو ادارو یو شمېر رئیسانو یې ملتیا کوله، دیادو ریاستونو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول. په یادې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس په هره اداره کې  بدلون یو اصل وباله او ویې ویل چې، نوي مسئولان د دقت اصل له مخې په دندو ګمارل شوي دي او د کابل ښاروالۍ د پلانونو په جوړولو او پلي کېدو په برخه کې به دپام وړ بدلونونه رامنځته کړي. نوموړي زیاته کړه چې،  د غوره ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د يادو ادارو مسووليتونه ډېر مهم دي؛ او دغه مسوولیتونه به دنویو مسؤلانو له خوا په پوره ایماندارۍ او امانتدارۍ ترسره شي