د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې د پنځم او شپږم بلاک ترمنځ د نښلوونکي سړک چارې چې، د یو شمېر تخنیکي ستونزو له امله بندې شوې وې، بیا پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ دا سړک ۷۳۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري چې د لښتي په ګډون به یې چارې د ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت د روان کال تر پایه بشپړې شي. د پروژو او پروګرامونو د تنظیم ریاست انجنیران د پروژې د کار له کیفیت څخه پر وخت څارنه کوي
د احمد شاه بابا مېنې د پنځم او شپږم بلاک ترمنځ د سړک جوړولو چارې بیا پیل شوې
2 سنبله 1402