الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې یوه اندازه د چرګ خرابه شوې غوښه تر پیژندلو وروسته را ټوله شوه

2 سنبله 1402

10299.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې ناحیې د مسئولانو له لوري د لیږد پر مهال یوه اندازه خرابه شوې غوښه وپېژندل شوه او د لمنځه وړلو لپاره ځانګړي ځای ته ولیږدول شوه. د یادې ناحیې رئیس محمد حامد امیري وویل چې، یوه زرنج دا غوښه لېږدوله، د عاملانو د نیولو او پیژندلو په موخه دا زرنج ودرول شو، څو په راتلونکې کې له دې کار مخنیوی وشي. نوموړي زیاته کړه چې، د یادې ناحیې د چاپېریالي روغتیا څانګه د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه د توکو له کیفیت او نېټې څخه دوامداره څارنه کوي