الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د تایمني پروژې په سیمه کې د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

2 سنبله 1402

10303.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې اړوند دټایمني پروژې دوهم سړک په پنځم ګذر کې، د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال مولوي شیراحمدعباس ستانکزي او د څلورمې ناحیې د رئیس مولوي عبدالرحمن رباني له لوري په داسې حال کې چې، د سیمې مشرانو او اوسېدونکو یې ملتیا کوله، د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه. په یادو مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د اسلام له نظره د جوماتونو په اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: په هغه سیمو کې چې جوماتونه کم دي، په معیاري توګه به پکې جوماتونه جوړ شي. د څلورمې ناحیې رئیس وویل، دا جومات په (۵۲۵) متر مربع ځمکه کې چې، د کابل ښاروالۍ له لوري ورته ټاکل شوې ده، د یادې ناحیې د اوسېدونکو او دحج او اوقافو وزارت په مرسته په بنسټیزه توګه جوړیږي چې، ورسره جوخت به په دې برخه کې د سیمې د اوسیدونکو اړتیاوې هم پوره شي