د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې نوی رئیس وټاکل شو

2 سنبله 1402

10305.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او دریاست الوزرا د محترم مقام په منظورۍ، انجنیر عبیدالله شېرزاد د پنځلسمې ناحیې د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر د رئیس حافظ عبدالقدیر حقاني له خوا خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو. په هغه پېژندغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئيس د پنځلسمې ناحيې د پخواني رئیس عبدالبصير خليلي اخندزاده له خدمتونو څخه ستاینه وکړه او ويې ويل: په اداروکې بدلون د چوپړتیاوو د بهير د ښه والي او چټکتيا لپاره يو اصل دى. نوموړي د دې ناحیې د نوي رئيس په توګه د انجنير عبيدالله شېرزاد ټاکنه، چې لوړې زده کړې او ښه کاري تجربه لري، پرځای او مناسب اقدام وباله. ښاغلي حقاني زیاته کړه، پنځلسمه ناحيه د کابل ښار له مهمو ناحيو څخه ده، چې په دې ناحیه کې د لا ښو ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، پرله پسې کار او هلو ځلو ته اړتيا ده، څو د ښاريانو د رضايت کچه لوړه او دغه مسؤلیت په پوره صداقت او ريښتنولۍ سره ترسره شي