الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ- برچي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې له پلان سره سمې روانې دي

2 سنبله 1402

10307.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري، د کمپنۍ- برچي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې له پلان سره سمې جريان لري. دا سړک د قلعه ناظر له سیمې څخه د نخاس تر حمام پورې (۲۲۷۴) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري چې، اوس مهال یې په بنسټیزه توګه د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون د خاورینې برخې او لښتیو جوړولو چارې روانې دي. د یاد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د پل سوخته سیمې په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې کمښت راشي او بل خوا به د سیمې اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شي. سړکونه د ښارونو اصلي اقتصادي رګونه بلل کیږي؛ نو له دې امله د سړک جوړولو پروژو د پلي کولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړئ! د یادونې وړ ده چې، د دې سړک سربېره اوس مهال په کابل ښارکې د سړک جوړولو د لسګونو نورو پروژو کارونه هم روان دي، څو د کابل ښار معیاري ودې ته لا ښه زمینه برابره شي