د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په اتم ګذر کې د کوڅو کانکریټ کولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

2 سنبله 1402

10309.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې په اتم ګذر کې د سرور کائینات او امام ابو حنیفه سیمې د کوڅو کانکریټ کولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري او د یادې ناحیې د رئیس مولوي سیدشاه حمیدي له لوري په داسې حال کې چې، د سیمې مشرانو او ګڼ شمیر اوسېدونکو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په یادو مراسمو کې د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رئیس وویل: د پروژې له کیفیت څخه د یاد ریاست انجنیرانو د تخنیکي اسنادو له مخې پر وخت څارنه کړې ده. د نوموړي په وینا؛ دا کوڅې په ټولیزه توګه (۶۵۲) متره اوږدوالی او په منځنۍ کچه (۵) متره سور لري، چې د لښتیو په ګډون د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په ملاتړ د (۷.۷) میلیونه افغانیو په لګښت په (۶) میاشتو کې په بنسټیزه توګه جوړې شوې دي. د اتمې ناحیې رئیس بیا په خپلو خبرو کې وویل چې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل شي او خلک به ترانسپورټي آسانتیاو ته لاس رسی ومومي. د نوموړي په وینا له دې کوڅو  څخه به د سیمې اوسیدونکې په ښه توګه ساتنه کوي، او په راتلونکې کې به خلکو ته د آسانتیاو رامنځته کولو په موخه، ورته نورې پروژې هم پلې شي