الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د احمد شاه بابا مېنې په اتم بلاک کې د تیږو فرش په بڼه د فرعي سړکونو جوړولو چارې ۷۸ سلنه مخته تللې دي

2 سنبله 1402

10311.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په اتم بلاک کې د تیږو فرش په بڼه د ۲۵ فرعي سړکونو د جوړولو چارې ۷۸ سلنه مخته تللې دي او هڅه کیږي څو د دې سړکونه چارې هرڅه ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ یاد سړکونه په ټولیزه توګه ۷۳۰۳ متره اوږدوالی له ۶ تر ۷ متره سور لري چې د لښتیو په ګډون به په بنسټیزه توګه جوړ شي. د تیږو فرش په بڼه د سړکونو جوړول له لوړ مقاومت څخه برخمن دي او د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې مرسته کوي