د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کول حشمت خان سړک د جوړولو چارې پیل شوې

2 سنبله 1402

10313.jpg (1820 × 1024)

له بالاحصار څخه تر کابل - لوګر سړک پورې د کل حشمت خان سړک د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ دښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر له خوا د پټۍ په پرې کولو سره پیل شوې. په هغه مراسمو کې چې مشرانو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی ؤ، د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال ترانسپورتي زیربناوو ته د لاسرسي او د دې سیمې د اقتصادي ودې په اړه خبرې وکړې او وې ویل: دغه سړک (۳۹۰۰) متره اوږدوالی او (۷.۲) متره سور لري، چې د څه باندې (۴۱) میلیونه افغانیو په لګښت به د روان کال تر پایه په بنسټیزه توګه جوړ شي. د دغه سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د اړوندو سیمو اوسیدونکو ته آسانتیاوې برابرې او له بلې خوا به د کابل - لوګر پر سړک د ترافیکو ګڼه ګوڼه کمه شي. په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو د دغه سړک د کار له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې، د یادې پروژې په پلي کولو کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي