د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د میر واعظ کانال د پاکولو چارې روانې دي

2 سنبله 1402

10315.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د اوومې ناحیې اړوند له چمچه مست سیند او د حبیبیه لېسې له شاه څخه تر ده دانا پورې د میر واعظ کانال د پاکولو چارې روانې دي. د اوومې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري وویل چې، یاد کانال ۱۲۵۰ متره اوږدوالی او له ۲ تر ۴ متره پورې پراخوالی لري چې، د کثافاتو اچولو، ناقانونه رغونو او د فاضلاب راګرځولو له امله کلونه کېدل بند وو. نوموړي زیاته کړه چې، د تېرو ۴۵ ورځو را پدېخوا تر دې مهاله له یاد کانال څخه د اټکل له مخې د ۷ متر مکعبه په اندازه ۱۰۰ موټره کثافات لیږدول شوي دي او دا کار به د کانال تر بشپړ پاکېدو پورې دوام ولري. نوموړي له هغه ښاریانو په ځانګړې توګه له خصوصي تنظفي شرکتونو چې، د یاد کانال په پاکولو کې یې مرسته کړې ده مننه وکړه او زیاته یې کړه چې، هم مهاله د یاد کانال په اوږدو کې د غصب پېښو ته هم رسېدنه کیږي. ښاغلي غفوري څرګنده کړه چې، د یاد کانال په اوږدو کې له بده مرغه یو شمېر کسانو په خپل سر په ناقانونه توګه کورونه او نور تاسیسات جوړ کړي دي چې، پاک او ویجاړ به شي. د یادونې وړ ده چې، دا کانال د اوومې ناحیې د  پنځم، دوولسم او پنځلسم ګذر اړوند په تخنیکم، واصل آباد او ګذرګاه سیمو کې یوه اونۍ وړاندې پاک شوی او کثافات او خاورې یې له ښاره د باندې لیږدول شوې دي