د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اتلسمه ناحیه کې تنظیفي او د ونو خړوبولو حشر ترسره شو

2 سنبله 1402

10317.jpg (1820 × 1024)

 په اتلسمه ناحیه کې تنظیفي او د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو حشر، د کابل ښاروالۍ د مسؤلانو او د دې ناحیې د اوسیدونکو په ګډون ترسره شو. د کابل ښاروالۍ دکلتوري چارو رئيس قاري ولي ګل جواد په خپلو خبرو کې د یادې ناحیې اوسیدونکي د زرغونو سیمو پاکوالي او پراختيا ته وهڅول او ويې ويل چې، د ښاري سیمو پاکوالى زموږ د ژوند بنسټ جوړوي او د اسلام د سپېڅلي دين له لارښوونو څخه شمیرل کیږي، له همدې امله دکابل ښار دبېلا بېلو ناحیو له اوسېدونکو څخه غوښتنه کوو ، چې د يوه پاک او ښکلي کابل ښار په رامنځته کولو کې د کابل ښاروالۍ له مسؤلانو سره مرسته وکړي. ورته مهال د اتلسمې ناحیې رئیس مولوي شمس الحق افغاني وویل چې، د دې ناحیې اړوند سیمو د پاکوالي او د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د داتلسمې ناحیې د اوسیدونکو په مشوره او مرسته پلانونه او پروګرامونه تر لاس لاندې دي. د نوموړي په وینا؛ د یادې ناحیې اوسېدونکي ژمن دي چې، په راتلونکي کې هم له کابل ښاروالۍ سره د دا ډول پروګرامونو په پلي کولو کې مرسته وکړي. د اتلسمې ناحيې د علماوو شورا رئيس مولوي سيد احمد وثيق د ګډو کارونو د ترسره کولو په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې، د جمعې د لمانځه د خطبو له لارې د دې ناحیې اوسیدونکي ته سپارښتنه شوې ده څو، د ښار پر وړاندې خپل فردي او ټولنيزو مسؤلیتونه ترسره کړي، چې له نیکمرغه مثبتې پایلې یې ورکړې دي. د حشر ګډونوالو وویل چې، د ښار پاکول یوازې د کابل ښاروالۍ دنده نه ده، بلکې موږ ټولو ته په کار ده چې خپل ښار پاک او زرغون کړو. د دې حشر په پایله کې د اتلسمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې ونې خړوب شوې او له بېلابېلو سیمو څخه کثافات راټول او له ښار څخه دباندې ولېږدول شول