د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په نولسمه ناحیه کې تنظیفي او د ونو خړوبولو حشرترسره شو

2 سنبله 1402

10323.jpg (1820 × 1024)

د پاک او زرغون کابل ښار ددرلودلو په نیت، د نولسمې ناحیې په کچه، د کابل ښاروالۍ د مسؤلینو او د یادې ناحیې د اوسیدونکو په ګډون تنظیفي او د ونو او شنو سیمو د خړوبولو حشر ترسره شو. د کابل ښاروالۍ دکلتوري چارو رييس قاري ولي ګل جواد په خپلو خبروکې په دې حشرکې له ګډون کونکو څخه مننه وکړه او ويې ويل: د ښار پاکوالي او زرغونتیا ته پاملرنه زموږ ټولو ګډ مسوولیت دی؛ ځکه پاکوالی او زرغونتیا، هوسا او نیکمرغه ژوند رامنځته کوي او ښه راتلونکی برابروي. نوموړي دیادې ناحیې له ټولو اوسیدونکو څخه وغوښتل چې د پاک او زرغون کابل په رامنځته کولوکې د کابل ښاروالۍ له مسؤلانو سره مرسته وکړي. د نولسمې ناحيې رئیس مولوي عبدالغفور فاتح وويل: د دې ناحیې اوسېدونکو د ښاري او ټولنيزو کارونو په ترسره کولو کې د ښاريانو په توګه خپله ونډه په ښه توګه ادا کړې او ژمن دي، چې په راتلونکي کې هم له کابل ښاروالۍ سره د ورته پروګرامونو په ترسره کولو کې مرسته وکړي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین د خپلو خبرو په ترڅ کې د سیمه ییزو شوراګانو له استازو څخه، چې د دغه ریاست په غوښتنه یې د ښار پر وړاندې د مسؤلیت احساس وکړ او دپاکولو او خړوبولو حشر یې ترسره کړ، مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې، که موږ هر یو خپل فردي او ټولنیز مسوولیتونه درک کړو؛ ډېر ژر به له یوې خوا د ښار په څېره کې د مثبت بدلون شاهدان و اوسو او بل خوا به یوه هوسا او نیکمرغه ښاري ژوند ته لاسرسی پیدا کړو . د دې حشر ګډونوالو وویل، چې د ښار پاکول یوازې د کابل ښاروالۍ دنده نه ده، بلکې موږ ټولو ته په کار ده چې خپل ښار پاک او زرغون کړو