الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې په ۳۷م ګذر کې د سړک جوړولو چارې پیل شوې

4 سنبله 1402

10325.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې ناحیې  په ۳۷م ګذر ختیځ ولي عصر او عرفاني ښارګوټي کې د یوه سړک د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رئیس له لوري داسې حال کې چې، د دیارلسمې ناحیې مرستیال مولوي محمدخان ایوبي یې ملتیا کوله د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې. په یادو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رئیس وویل چې، غوره ټولنیز او ښاري چاپیریال ته د رسېدو په برخه کې دا پروژه له خورا ارزښت څخه برخمنه ده. د نوموړي په وینا دا سړک ۵۶۰ متره اوږدوالی او له ۴ تر ۵ متره پورې سور لري چې، د لښتي په ګډون به په بنسټیزه توګه جوړ شي. ښاغلي رحماني زیاته کړه چې، دا سړک به د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې ( UNOPS) په مالي ملاتړ د ۱۰.۶ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۶۵ کاري ورځو کې جوړ شي. د دې پروژې له لارې به د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شي. د دریارلسمې ناحیې مرستیال د خلکو په استازیتوب وویل چې، د دې سړک په جوړېدو سره به خلک ښاري او ترانسپورټي آسانتیاو ته لاس رسی ومومي. نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې، د پروژې په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي