د پنځمې ناحیې اړوند د قرغې د فامیلیو په سیمه کې د یوه کانال د جوړولو او د یولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې په لومړۍ برخه کې د فاتحې ویلو د یوه صالون د رنګولو او بیارغونې داوطلبۍ چارې تېره ورځ د ټاکل شوي پلاوي او یو شمېر متشبیثینو په ګډون په ښکاره او شفاف ډول ترسره شوې. له ارزونو وروسته له هغه متشبیثینو سره چې، د پروژو معیارونه یې پوره کړي وو، هوکړه لیک لاسلیک شو. د کابل ښاروالۍ د پروژو داوطلبۍ چارې په پوره شفافه فضاء کې ترسره کیږي او مینوال کولای شي په پوره ډاډ پکې ګډون وکړي
د کابل ښاروالۍ د یو شمېر پروژو د داوطلبۍ چارې ترسره شوې
4 سنبله 1402