الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له ده دانا څخه تر دارالامان ماڼۍ پورې د سړک قیرکولو چارې پیل شوې

4 سنبله 1402

10329.jpg (1820 × 1024)

د زیربنایي او خاورین جوړښت له بشپړیدو وروسته، له ده دانا څخه تر دارالامان ماڼۍ پورې د سړک قیرکولو چارې، چې (۶۱۰) متره اوږدوالی او (۳۱) متره سور لري، پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنایي پروژو د کنټرول آمر انجینر محمدحامد سادات وویل: په دې پروژه کې پلې لارې،  ګلدانونه او دبایسکل چلولو کرښې شاملې دي چې د (۲۳)  میلیونه او (۹۰۰) زره افغانیو په لګښت به یې د جوړولو چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دغې پروژې د چارو د کیفیت له ښه والي څخه د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست انجینران په دوامداره توګه څارنه کوي او هڅه کیږي ترڅو یاده پروژه په ټاکلي وخت پلي شي