الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپاړلسمې ناحیې په ۲۱م او ۲۲م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي

4 سنبله 1402

10331.jpg (1200 × 675)

د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې ( UNOPS) په مالي ملاتړ د شپاړلسمې ناحیې په یو ویشتم او دوه ویشتم ګذر قلعه احمدخان سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو ا و پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دا کوڅې د لښتي په ګډون په ۲۱ م ګذر کې ۱۱۴۸ متره اوږدوالی او له ۳ تر ۴ متره سور لري چې، نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. په همدې توګه په ۲۲م ګذر کې ۱۱۱۶ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري چې د لښتي په ګډون پرې څه باندې ۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي. د کوڅو جوړولو د دې پروژو چارې به په بنسټیزه توګه تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې بشپړې شي. د یادونې وړ ده چې، د دې پروژو له لارې د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شوې دي