د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې له بازارونو ۶۰۰ کیلو ګرامه خوراکي توکي او ۲۰۰ لوډسپېکرونه راټول شول

4 سنبله 1402

10333.jpg (1820 × 1024)

په بازارونو کې د خوراکي او روغتیايي توکو له کیفيت او نېټې څخه د څارنو په لړ کې د پنځمې ناحیې له بازارونو ۶۰۰ کیلو ګرامه تېر وخته او بې کیفیته خوراکي او روغتیايي توکي او ۲۰۰ لوډ سپېکرونه راټول شول. د پنځمې ناحیې مرستیال رفیع الله احمدزي وویل چې، د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه د یادې ناحیې د چاپیریالي روغتیا څانګې څارنې روانې دي. د نوموړي په وینا ښاریان باید د پېرلو پر مهال د توکو نیټې او کیفیت ته پام وکړي. ورته مهال له غږیږې ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه په یاده ناحیه کې د لوډسپیکرو راټولولو لړۍ ګړندۍ کیږي. ټول اصناف او فعالیت کوونکي باید په کوڅو او لارو کې له لوډسپیکرو څخه ګټه پورته نه کړي، ځکه د دوی په دې کار سره ګڼ شمېر ستونزې رامنځته کیږي