الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښار بېلابېلو اصنافو او هټیوالو ته د کابل ښاروالۍ نوی صنفي جواز وېشل کیږي

5 سنبله 1402

10335.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي سید عصمت الله عاصم، د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د خوندي دولتي اسنادو د چاپ شرکت او مالیې وزارت له مسئولانو او د کابل ښاروالۍ له یو شمېر رئیسانو سره په کابل ښار کې اصنافو ته د نوي صنفي جواز د وېشلو په اړه بحث او خبرې وکړې. په یاده غونډه کې د کابل ښاروالۍ د معلوماتي ټنکنالوژۍ او عوایدو ریاستونو له لوري له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د صنفي جواز نوې جوړه شوې طرحه تائید شوه. اوس مهال د ښار په کچه ۵۰ زره اصنافو او هټیوالو ته د نوي صنفي جواز د وېشلو لپاره چمتوالی نیول شوی دی چې، د عوایدو څرنګوالی یې د کابل ښاروالۍ د اصنافو په ډیتابیس کې ثبت او راجستر کیږي. له دې لارې به د ښار په کچه د هټیو، لویو پلورنځیو، کتن ځایونو، درملتونونو، هوټلونو، رسټورانتونو، کلچه پلورونکو، خیاطیو، حمامونو، سلمانیو، نانوایانو او نورو اصنافو شمېر د فعالیت له ډول او ځای سره په ښه توګه معلوم شي