الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ اصلي سړک د فرعي کرښو د جوړولو چارې روانې دي

6 سنبله 1402

10337.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې اړوند له کوټه سنګي تر کمپنۍ پورې سړک د فرعي سړکونو د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري د( ۱۶۵) میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دا سړکونه په ټولیزه توګه (۱۱۲۸۴) متره اوږدوالی او (۱۰.۷) متره سور لري چې، د پلو لارو په ګډون به یې چارې په معیاري توګه تر راتلونکو (۶) میاشتو پورې بشپړې شي، چې تر دې دمه یې (۳۰) سلنه فزیکي کارونه مخته تللي دي. د دې سړک په جوړېدو سره به د اړوند سیمو ترافیکي حجم ووېشل شي او ورسره جوخت به ښاریانو ته ګڼ شمېر آسانتیاوې هم رامنځته شي