د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ کې نوې ګمارنې ترسره شوې

6 سنبله 1402

10339.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزرا  دمحترم مقام په منظورۍ، محترم مولوي ګل علي د دولسمې ناحیې درئیس او محترم انجینر محمد رشاد عظیمي د کابل ښاروالۍ د معلوماتي تکنالوژۍ د نوي رئیس په توګه ټاکل شوي او نن د کابل ښاروالۍ دمقام د دفتر رئیس  حافظ عبدالقدیر حقاني له خوا خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول. په هغه پيژند غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه،د کابل ښاروالۍ دمقام د دفتر رئیس د کابل ښاروالۍ د بېلابېلو څانګو د برېښنايي خدمتونو د چټکتیا او ښه والي او دغه راز د دولسمې ناحیې په کچه د پروګرامونو او پلانونو د پلي کېدو په اړه د کابل ښاروالۍ د مشرتابه سپارښتنې څرګندې کړې او ویې ویل: ښاغلی عظیمي چې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې لوړو زده کړو او کاري تجربو څخه برخمن دی، د بریښنایي سیستم د پیاوړتیا لپاره به ګټور کارونه ترسره کړي. همدارنګه مولوي ګل علي چې یو ژمن او خدمتګار شخص دی، په دولسمه ناحیه کې به په پوره ایماندارۍ او صداقت سره خپل مسوولیتونه سرته ورسوي ترڅو د ښاریانو د رضایت کچه  نوره هم لوړه شي. دولسمه ناحيه دکابل په ختيځ کې يوه له مهمو ناحیو څخه شمېرل کیږي، چې د دغې ناحیې په کچه دښاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره پر له پسې کار او هلوځلو ته اړتيا ده