د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په کچه د کانالونو او لښتیو د پاکولو چارې روانې دي

6 سنبله 1402

10341.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه د ښار په کچه د هغه ویالو او کانالونو د پاکولو چارې چې، د یو شمېر ښاریانو د ناغیړۍ له امله بند شوي روانې دي. په وروستیو کې د لومړۍ او دویمې ناحیې له لښتیو خاورې او خټې را و اېستل شوې او اوس مهال د څلورمې ناحیې اړوند د څارندوی بلاکونو او د لسمې ناحیې اړوند حاجي یعقوب څلورلارې سړک په اوږدو کې د لښتیو پاکولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کانالونو آمر نوید احمد شیرزاد وویل چې، د یاد ریاست شاوخوا ۲۰۰ تنه کارکوونکي له ماشینرۍ او وسایلو څخه په ګټه اخیستلو د ښار په کچه د لښتیو او کانالونو په پاکولو بوخت دي چې، هره ورځ له ۸۰ تر ۱۰۰ ټنه پورې کثافات او خاورې له لښتیو را باسي او له ښار څخه د باندې لیږدول کیږي. نوموړي زیاته کړه چې، کابل ښاروالي به په نږدې ورځو کې د شاوخوا ۴ زره کیلو مترو په اوږدوالي بند کانالونه او لښتي پاک کړي، څو د اورښتوتو پر مهال سړکونو ته د اوبو له راختلو مخنیوی وشي. له کابل ښاریانو غوښتنه کیږي چې، لښتیو او کانالونو ته د کثافاتو له اچولو څخه ډډه وکړي