د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یو ویشتمې ناحیې په کچه تنظیفي او د زرغونو سیمو خړوبولو حشر ترسره شو

6 سنبله 1402

10343.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست په غوښتنه، د مسؤلیت منلو کلتور د بډاینې په موخه، د یو ویشتمې ناحیې په کچه تنظیفي او د زرغونو سیمو خړوبولو حشر ترسره شو. په یاد حشر کې مسئولانو او ښاریانو په ګډه کار وکړ او د کثافاتو راټولولو سربېره یې زرغونې سیمې او ونې هم خړوبې کړې. د یو ویشتمې ناحیې رئیس مولوي شمس الدین احمدي ګډو کارونو ته د ښاریانو د هڅولو سربېره وویل چې، هر ښاري باید د خپلو سیمو پاک ساتلو او زرغونتیا ته پام وکړي. نوموړي د یادې ناحیې له ټولو اوسېدونکو وغوښتل چې،د پاک او زرغون کابل په رامنځته کولو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسئ. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین له هغه سیمه ایزو شوراګانو څخه چې، تر دې دمه یې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کړې ده مننه وکړه او ویې ویل چې، د همکارۍ د پیاوړې روحیې له مخې به ډیر ژر د پاکۍ او زرغونتیا په برخو کې د مثبت بدلون شاهدان و اوسو. د حشر ګډونوالو د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو او پلانونو ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې، د ونو خړوبول او د ښار پاک ساتل، زموږ ټولو ګډه ملي او دیني دنده ده