د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل - جلال آباد سړک په اوږدو کې یو شمېر ناقانونه تأسیسات پاک او ویجاړ کړای شول

6 سنبله 1402

10345.jpg (1820 × 1024)

د نهمې ناحیې د مسئولانو له لوري د ښاري نظم عملیاتي پلان په پلي کولو سره د کابل- جلال آباد سړک اړوند د پکتیا کوټ په سیمه کې یو شمېر ناقانونه تأسیسات پاک اولمنځه يوړل شول. د نهمې ناحیې رئیس حافظ حیات الله حیات وویل چې، د یاد سړک دواړه خواوې له مطبعې څلورلارې تر څرخي پله پورې له ناقانونه تأسیساتو او نورو خنډونو پاکې شوې. همدارنګ له يو شمېر نورو سرغړونکو ژمنه واخېستل شوه څو، هر څه ژر د خپلو ناقانونه تأسیساتو د پاکولو په اړه اقدام وکړي، کنه له قانوني چلند سره به مخ شي. ښاغلي حیات زیاته کړه چې، د کابل- جلال آباد سړک د پراختیا په موخه د تخنیکي اسنادو برابرولو لپاره دا سړک له ناقانونه خنډونو څخه پاکیږي. هیڅ حکمي او حقیقي شخص حق نه لري چې، له زرغونو سیمو، پلو لارو او سړکونو ناسمه ګټه پورته کړي