د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل شمال- لودیځ نوي نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې په ۳ برخو کې روانې دي

7 سنبله 1402

10347.jpg (1820 × 1024)

له ذاکرین ښارګوټي څخه تر قرغې سړک پورې د کابل شمال- لودیځ نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري په دریو برخو کې روانې دي، چې پکې د غره د لمنې کیندنه، د لښتیو جوړول او د سړک اصلي چارو ته د زمینې برابرول شامل دي. یاد سړک د(۷۶۴۵) مترو په اوږدوالي او (۳۰) متره سور سره د کابل ښار یو له لویو پراختیايي او ټولګټو پروژو څخه بلل کیږي چې، د کابل ښاروالۍ له بودجې (۵۳۰) میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. د ډیزاین له مخې یاد سړک د جوړېدو په پروژه کې د لښتیو، پلو لارو، ، ګلدانونو، استنادي دیوالونو، تم ځایونو، ترافیکي دهیلزونو جوړول هم شامل دي چې،چارې به یې تر راتلونکو (۱۴) میاشتو پورې بشپړې شي. دا سړک چې، د کابل شمالي برخه له لوېديځې برخې سره نښلوي، د اوولسمې او پنځمې ناحیې ترمنځ جوړیږي، چې ورسره جوخت به د کابل ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره  او تر څنګ به یې په ترافیکي برخه کې د پام وړ بدلون رامنځته شي. ورته مهال د یادې پروژې په اوږدو کې د پاتې استملاکي کورونو او خنډونو د پاکولو چارې هم روانې دي