د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوولسمې ناحیې په لومړي او دویم ګذر کې د کوڅو کانکریټ کولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

7 سنبله 1402

10349.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ترانسپورټي او ښاري آسانتیاو رامنځته کولو په موخه، د اوولسمې ناحیې اړوند لومړي او دویم ګذر د حضرت محمد (ص)، ابوبکرصدیق(رض) او خالد بن ولید (رض) جوماتونو په سیمو کې د کوڅو کانکریټ کولو چارې بشپړې او د یادې ناحیې د رئیس مولوي حبیب الحق حقاني ، د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي له لوري په داسې حال کې چې، د سیمې مشرانو یې ملتیا کوله، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په یادو مراسمو کې د اوولسمې ناحیې رئیس وویل چې، د دې کوڅو په جوړېدو سره به د ښاریانو سیمه ییزې ستونزې حل او ګڼ شمېر آسانتیاو ته به لاس رسی ومومي. د نوموړي په وینا په راتلونکې کې به ورته نورې پروژې هم د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې پلې شي. ښاغلي حقاني د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل چې، د عامه تاسیساتو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست استازي وویل چې، د لومړي ګذر کوڅې په ټولیزه توګه (۷۴۴) متره اوږدوالی او له (۴ تر ۵) مترو سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې چارې د (۸.۱) میلیون افغانیو په لګښت په څلورو میاشتو او په دویم ګذر کې کوڅې چې، ( ۸۵۴) متره اوږدوالی او له (۴ تر ۵ ) مترو سور لري، چارې یې د (۱۰ ) میلیونه افغانیو په  لګښت د پنځو میاشتو په موده کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په ملاتړ په بنستیزه توګه بشپړې شوې