الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې د بندو کانالونو او لښتیو د پاکولو چارې روانې دي

7 سنبله 1402

10351.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه، د پنځمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د بندو کانالونو او لښتیو د پاکولو چارې روانې دي. له کمپنۍ چوک څخه تر کمپنۍ پله پورې لښتي چې، له بده مرغه د یو شمېر بې مسؤلیته ښاریانو له لوري د کثافاتو اچولو له امله بند شوي وو، پاک شول. ښاریان باید د خپلې سیمې او ښار پاکوالي ته پام وکړي او د نارنجي اغوستونکو پر اوږو د دروند بار اېښودلو لامل نشي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه له هغه ښاریانو چې، د لښتیو او کانالونو د پاکولو په برخه کې یې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کړې ده، مننه کوي