د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ودانیو د کنټرول او څارنې د کړنلارې څرنګوالي په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه

7 سنبله 1402

10353.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د پلان جوړونې او ښاري پراختیا د مرستیال ډاکتر صدرالدین تاجک په مشرۍ د ښاري فزیکي فضا د کیفیت معلومولو په ځانګړې توګه د ښار په کچه له تخنیکي او فني معیارونو سره برابر د ودانیو جوړولو د څارنې کړنلارې د څرنګوالي په اړه غونډه ترسره شوه.  په یاده غونډه کې چې د کابل ښاروالۍ فني او تخنیکي څانګو مسئولانو ګډون کړی وو؛ د ښاري پراختیا او پلان جوړونې مرستیال وویل: د اوږدمهاله پلان له مخې د ښاري فضا د کیفیت معلومول د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي چې، اوس مهال د ودانیو د کنټرول او څارنې کړنلارې په اصلاح کولو کار روان دی. ډاکتر صدرالدین تاجک د ښاري فضا د کیفیت معلومولو په اړه خپل علمي نظرونه او وړاندیزونه د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل او ټینګار یې وکړ چې، د کابل ښاروالۍ مسئولان دې د ودانیو د خوندیتوب مسایلو په ځانګړې توګه د طبیعي او مصنوعي پېښو لکه د زلزلې پر وړاندې د ودانیو د مقاومت موضوع تر جدي پلټنې لاندې ونیسي. په همدې توګه د پوهنتون استاد او د انجنیرۍ برخې متخصص انجنیر امین الله محمود له ستندردونو او معیارونو سره برابر د ودانیو جوړولو په اړه خپل علمي معلومات غونډې ته وړاندې کړل. نوموړي په امریکا او ترکیې هېوادونو کې د ودانیو د جوړولو کنټرول ته نه پاملرنه د یادونې وړ وبلله او زیاته یې کړه چې، په یادو هېوادونو کې دې برخې ته نه پاملرنه د دې لامل وګرځېده څو د زلزلې له امله لویې پېښې رامنځته شي. د ښاغلي محمود په وینا د کابل ښار په کچه باید ودانۍ له نړیوالو معیارونو سره برابرې جوړې شي، څو د احتمالي طبیعي پېښو پر وړاندې د ودانیو  خوندیتوب وساتل شي