د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشتمې ناحیې په کچه تنظیفي او د ونو خړوبولو حشر ترسره شو

7 سنبله 1402

10355.jpg (1820 × 1024)

د دوه ویشتمې ناحیې په کچه د یادې ناحیې د مسئولانو او اوسیدونکو په ګډون تنظیفي او د زرغونو سیمو خړوبولو حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې کثافات راټول او زرغونې سیمې او ونې خړوبې شوې. د دوه ویشتمې ناحیې رئیس مولوي قمرالدین ( طالب جان غازي)  وویل چې، د ښار پاکوالی او زرغونتیا د هر ښاري مسئولیت دی ځکه کابل ښاروالۍ نشي کولای په یوازې توګه د ښار ټولې زرغونې سیمې خړوبې او ښارپاک کړي. نوموړي د یادې ناحیې له ټولو اوسېدونکو وغوښتل چې، د پاک او زرغون کابل رامنځته کولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین د حشر له ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل چې، د مرستې دپیاوړې روحیې او ګډ کار سره به ډیر ژر د سوکاله ښاري ژوند شاهدان و اوسو. د حشر ګډونوالو د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو او پلانونو خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې، د ونو خړوبول او د ښار پاک ساتل زموږ ټولو ګډه ملي او دیني دنده ده.