الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پډولې او چهلستون سړکونو ترمنځ د نوي سړک جوړولو چارې روانې دي

7 سنبله 1402

10357.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د اوومې ناحیې اړوند د پډولې او چهلستون سړکونو ترمنځ د نوي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د اوومې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري وویل، دا سړک له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دی چې، په جوړېدو سره به یې د اړونده سیمو په ځانګړې توګه د پډولې پروژې اوسېدونکو ته ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته او ورسره جوخت به د چهلستون بازار په ګڼه ګوڼه کې کمښت راشي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او پروګرامونو د تنظیم ریاست د پروژو د څارنې آمر محمد فهیم دراني وویل، یاد سړک ۳۴۵ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، د لښتیو، پلو لارو، د بایسکیل چلولو کرښو، ګلدانونو او نورو برخو په ګډون به د نږدې ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت په بنسټیزه او معیاري توګه جوړ شي